Monday, November 5, 2007


د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د سارک سازمان وقایع له نږدې څخه څارلي او هغه مهال چې افغانستان ددغه سازمان په څوارلسمه غونډه کې- چې د هندوستان په ډیلي کې جوړه شوه- د سارک دایمي غړیتوب ترلاسه کړ، په همدغو ورځو کې مرکز د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې سارک معرفي کړ او ددې ترڅنګ یې ددغه سازمان بریالیتوب او په هغه کې د افغانستان د غړیتوب اهمیت وڅېړل، چې دا دی، لنډیز یې په دې ګڼه کې خپریږي.
د یادونې وړ ده چې دغه څېړنه د هند د مطالعاتو په دیپارتمنت کې د ښاغلي سیف الله احمدزي له خوا ترسره شوې ده.
- اداره-

سارک (SAARC) افغانستان او
جنوبي آسیا له جغرافیوي تجارتي او سیاسي پلوه د ځانګړي اهمیت څخه برخمنه سیمه ده، ددغې سیمې زیاتره هیوادونه په یوشان ستونزو او کړاوونو کې راګیر دي
چې له هغو نه یې د غربت، بې سوادۍ، د نفوسو زیاتوالی، په کرهنې او صنعتي برخو کې وروسته پاتې والی او نوری یادولای شو، نو له دې کبله د جنوبي اسیا د هیوادونو مشران په دې لټه کې وو چې یو داسې سازمان جوړ کړي چې په هغې کې به د سیمې د هیوادونو مشران سره کیني او خپلې ستونزې به په شریکه حل کړي. په لومړي ځل د بنګله دیش د ولسمشر ضیاءالرحمن د جنوبي آسیا د سیمه ییزو همکاریو د سازمان وړاندیز وکړو خو دغه سازمان هله په رسمي توګه رامنځ ته شو چې په ۱۹۸۵ کال د ډسمبر په ۸ نیټه یې منشور د ۷ غړو هیوادو هر یو سری لانکا، مالدیف، بنګله دیش، هندوستان، بوتان، نیپال او پاکستان د ولسمشرانو له خوا تصویب شو. دغه سازمان په خپله دیارلسمه غونډه کې چې په ډهاکه کې ترسره شوه د افغانستان غړیتوب ومانه چې اوس افغانستان په څوارلسمه غونډه کې چې په نوي ډیلي کې روانه ده د یو دایمي غړي په توګه- چې د ویټو حق به ولري-ګډون کوي.
د سارک سازمان په منځ ته راتګ کی یو بل سیاسی لامل هم موجود وو هغه داچی پر سیمه باندې د هند د اغيزود زياتيدو له امله د چین په لمسون د جنوبي آسیا هیوادونو د یو داسی سازمان وړاندیز وکړ چی ټول غړی هیوادونه به یی د ویټو حق ولری په پېل کې هند د سارک د جوړېدو په هکله زړه او نا زړه و، خو کله چې د هند نورو شپږو ګاونډیانو د سارک جوړېدل ومنل نو هند هم خپله خوښي وښودله . تر اوسه پورې هند په سارک کې د زیات نفوس ،قوي اقتصاد ، نظامي قوت او پراخه قلمرو په درلودلو سره مخکښ رول لوبوي.
سارک د نفوسو له پلوه په نړۍ کې تر ټولو لوی سیمه ییز سازمان ده چې تقریباً د ۱.۵ ملیاردو څخه زیات خلک پکې ژوند کوي خو متأسفانه دې سازمان د خپلو اهدافو په حاصلولو کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی او په اوس وخت کې عملي اقداماتو ته اړتیا ده خو ددې لپاره چې دغه سازمان لا ډیرې لاس ته راوړنې ولري نو باید د هند او پاکستان ترمنځ اړیکو کې ښه والی راشي.
د سارک غړي هیوادونه په لاندنیو ساحو کې له یو بل سره همکاري کوي:
1. زراعت او د لرې پرتو سیمو پراخوالی.
2. روغتیا، ګڼ نفوس او غربت.
3. د ښځو وضعیت، ځوانان او ماشومان.
4. چاپیریال او د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې.
5. د ساینس او ټیکنالوجۍ په برخه کې.
6. د بشري صنایعو د ودې په برخه کې.
7. د ټرانسپورت په برخه کې.
8. د مصیبتونو په وخت کی یو له بل سره همکاری
9. د ترهګرۍ له منځه وړل.
10. کلتوري همکاری.
11. د مخدره موادو د کنټرول په برخه کې.
د سارک د سازمان منشور ددې سازمان اهداف په لاندې ډول په ګوته کړي:
1. د جنوبي آسیا د خلکو هوساینې ته وده ورکول او د ژوندانه سطحه یې لوړول.
2. په سیمه کې د اقتصادي ودې ګړندي کول، اجتماعي او کلتوري پرمختیا او د سیمې خلکو ته د باعزته ژوند کولو زمینه برابرول.
3. د جنوبي آسیا د هیوادونو خودکفایۍ ته وده ورکول.
4. د خپل منځي اعتماد رامنځ ته کول او یو د بل له ستونزو څخه ځان خبرول.
5. په اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي، تخنیکي او ساینسي ساحو کې د غړو هیوادو ترمنځ فعاله همکارۍ ته وده ورکول.
6. له نورو مخ پرود ه هیوادونو سره د همکاریو زیاتول.
7. د عامه ګټو په بنسټ خپل منځي همکاریو ته وده ورکول.
8. له ټولو هغو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو سره همکاري کول چې سارک ته ورته اهداف ولري.
د سارک اداري تشکیل:
کلنۍ غونډه (Summit): دا په سارک کې تر ټولو باصلاحیته غونډه ده چې په کال کې یو ځل دایریږي او کوربه هیواد یې د غونډې مشري پر غاړه لري، د سارک د اوسنۍ غونډې مشري د هند د لومړي وزیر منموهن سنګ پر غاړه ده.
د بهرنیو چارو وزیرانو ټولنه (کونسل): د سارک د غړو هیوادونو بهرنیو چارو وزیران په کال کې دوه ځله پرله پسې غونډې لري چې دا غونډې د غړو هیوادونو د مشورې پر بنسټ زیاتیدی هم شي.
د سارک سکرتریت: د سارک سکرتریت د نیپال په ښار کټمنډو کې واقع دی، چې د سارک د سازمان په ټولو فعالیتونو،د څارنې له مسئولیت سره سره، ددې سازمان د غړو هیوادونو او له نورو سیمه ییزو سازمانونو سره د خبرو اترو لپاره د زمینې د برابرولو مسئولیت هم پر غاړه لري. ددغه سکرتریت مشر د الفبا د تورو له مخې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا له خوا د درې کلونو لپاره ټاکل کیږي چې اووه مرستیالان لري او د سارک غړي هیوادونه د دسمبر اتمه د سارک د منشور د ورځې په توګه لمانځي.
د سارک رئیس د درې کلونو لپاره د عمومي سکرتر له خوا ټاکل کیږي خو د یو څه وخت لپاره کیدای شي د نورو غړو هیوادونو په مشوره دا نیټه د عمومي سکرتر له خوا تمدید هم شي.
د سارک په ساحه کی د ویزی د آزادولو پلان: د غه پلان په ۱۹۸۸ کا ل کی د سیمی د خلکو تر منځ د اړیکو د لازیاتیدو په موخه منځ ته راغی چی د ۱۹۹۲ کال نه را په دې خوا یې عملي بڼه غوره کړه چې تر اوسه یې ددغه پلان له مخې ۱۶۰۰ ویزې ورکړل شوي، هغه کسان چې له دې پلان څخه ګټه اخستلی شي عبارت دي له: قاضی القضات، د ولسي جرګې غړي، د کابینې وزیران، د سارک سازمان عمومي منشي او رئیس، د سوداګرۍ خونو مشران او ددوی د کورنۍ غړي چې عمر یې له ۱۸ کلونو څخه کم وي او اوس د سارک له ۱۴ مې غونډې نه مخکې د نوموړي سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو کمیټې یوه اعلامیه ترتیب کړه چې د هغې له مخې به د سارک د هر غړي هیواد ژورنالستانو ته ۵۰ د سارک نشانونه ورکول کیږي چې ددې نشانونو په اساس به دوی وکولای شي په جنوبي آسیا کې آزاد تګ را تګ وکړي. د هندوستان لومړی وزیر منموهنسنګ د خپل هیواد له اړخه اعلان وکړ چې دوی تیار دي د سارک غړو هیوادونو شاګردان، استادان‎، محقیقین، مریضان او ژورنالستان به پرته له کوم ممناعت څخه سفر وکړی.منموهنسنګ زیاته کړه چی د جنوبی اسیا هیوادونه دې د پرمختیایی پروګروامونو پر ځای د موجوده پروګرامونو د عملي کولو لپاره کار وکړی.
د سارک د غړو هیوادونو د پارلماني مشرانو او د وکیلانو ټولنه: د لمړي ځل لپاره د سارک غړو هیوادونو پارلماني مشرانو په سریلانکا کې د ۱۹۹۲ کال په جون میاشت کې یوه غونډه لرله په غونډه کې یې فیصله وکړه چې د سارک د غړو هیوادونو د پارلماني مشرانو او وکیلانو په نامه یوه ټولنه جوړه کړه چې له هغه وخت نه را په دې خوا دوی د غړو هیوادونو د عامه ګټو په اړه د خبرو اترو لپاره پرلپسې غونډې کړې دي.
د سارک د سوداګری او صنایعو خونې: چې د ۱۹۹۲ کال د ډسمبر په میاشت کې منځ ته راغلي او مرکز یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې دی همداراز نور ساحوي دفترونه یې د سارک په غړیو هیوادونو کې دي چې هدف یې د تجارت او اقتصاد په برخه کې سیمه ییزو همکاریو ته وده ورکول دي.
د سارک بودیجه: د جنوبي آسیا پرمختیایي بودیجه یا SADF په کال ۱۹۹۶ کې منځ ته راغله چې هدف یې په سارک غړو هیوادونو کې د پرمختیایي پروژو پر مخ بوول دي د سارک لپاره د جاپان هیواد ځانګړې بودیجه لري. نوموړی هیواد به ددغه سازمان په ساحه کې د پروګرامونو مالي لګښت په غاړه اخلي. د جاپان هیواد ځانګړې بودیجه، چې د سارک لپاره یې په نظر کې لري له دوه لارو څخه مصرفیږي: اول د هغو پروژو او پروګرامونو مالي لګښت په غاړه اخلي چې د سارک له خوا ترسره کیږي او دوهم هغه پروژې دي چې د جاپان د حکومت له خوا نه مستقیماً ترسره کیږي. د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د سارک غونډې ته په خپله وینا کې د ۷ ملیونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې جاپان به هر کال ۵۰۰ سکالرشیپونه د سارک غړو هیوادونو ته ورکوي.
اقتصادي همکاری:
له شپږمې کلنۍ غونډې نه را په دې خوا د سارک هیوادونو په خپلو خبرو اترو کې غربت ختمولو ته د اولیت حق ورکوي نو ددې لپاره یې په جنوبي آسیا کې د غربت د کمولو یو کمیسیون جوړ کړ چې په کې د غربت لاملونه وڅیړي او د کموالي لپاره یې یوه ستراتیژي او د حل لارې ولټوي او د دوی وړاندیزونه او تفصیلي رپوټ کلنۍ غونډې ته وړاندې کړي.
د جنوبي آسیا د هیوادونو ترمنځ د آزاد تجارت تړون یا SAFTA:
دغه تړون د سارک غړو هیوادونو له خوا ددغه سازمان په دولسمه غونډه کې په دې موخه لاسلیک شو چې دوی به خپله سیمه د آزاد تجارت لپاره پرانیزي داسې توقع وه چې دغه تړون به د ۲۰۰۶ کال د جنوري میاشتې له اول تاریخ څخه عملي کیږي خو تر اوسه پورې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي او عملي بڼه یې نه ده غوره کړې، چې اساسي علت یې دا دی، چې پاکستان نه غواړي هند ته د MFN حیثیت ورکړي MFN یا Most Favored Nation یا په بل اصطلاح (NTR)Normal Trade Relations د MFN حیثیت په تجارتي اړیکو کې بې له تعصبه له ټولو هیوادونو سره د یوشان اړیکو ساتلو په معنی ده یعنې کله چې یو هیواد ته د MFN حیثیت ورکړل شو نو هغه هیواد به له ټولو امتیازاتو څخه برخوردار وي چې کوم بل دریم هیواد ته ورکړل شوي او استفاده ورڅخه کوي. ترڅو چې د کشمیر مسئله نه وي حل او پاکستان هند ته د MFN حیثیت باندې قایل نه شي د SAFTA عملي کول هم ناشوني ښکاري. د MFN حیثیت ورکولو نه پرته دا هیڅ امکان نه لري چې SAFTA دې عملي بڼه غوره کړي. که څه هم نړیوال بانک هم د ۲۰۰۶ کال د مۍ په ۵ مه نیټه له پاکستان څخه وغوښتل، چې هند ته د MFN حیثیت ورکړي خو پاکستان انکار وکړ او هند ته د MFN حیثیت ورکونه یې د کشمیر په مسئله پورې وتړله دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د کشمیر په مسئله کې او همدارنګه د دواړو هیوادونو د سولې په خبرو اترو کې خنډونه رامنځ ته کوي. که چیرې پاکستان په خپل دریځ همداسې پاتې شي او هند ته د MFN حیثیت ورنه کړي نو هند به یواځې وکړای شي چې ۱۰۷۵ قلمه تجارتي اجناس، چې په Positive List کې یې ذکر شوی، تبادله کړي. هند له پاکستان نه غواړي چې دوی ته اجازه ورکړي چې د واګی له سرحدي لارې نه له افغانستان سره تجارت وکړي ولی پاکستان له هند نه غواړي چې له افغانستان سره خپل تجارت د کراچۍ بندر له لارې پرمخ بوځي کوم چې لرې او زیات مصرف پرې راځي. پاکستان هندي تولیداتو ته د پاکستان له لارې افغانستان ته له لیږلو سره مخالفت کوي اقتصاد پوهان په دې عقیده دي چې که چیرې هندي تولیدات د پاکستان له لارې افغانستان ته راوړل شي نو د هندي تولیداتو قیمت به په افغانستان کې ډیر ټیټ شي چې په دې کار سره به په افغانستان کې د هندي تولیداتو لپاره تقاضا زیاته شي چې دوی دا کار په خپل ضرر بولي. د پژواک خبري آژانس د راپور په اساس پاکستان کوشش کوي چې افغانستان د SAFTA په تجارتي تړون کې شامل نه شي ځکه چې که چیرې افغانستان په دې تړون کې شریک شي نو افغانستان به عین حیثیت ولري لکه د سارک نور غړي هیوادونه یې چې لري او په دې کار سره به افغانستان او د سارک غړو هیوادونو ترمنځ په تجارت کې د پاکستان له خاورې څخه د ترانزیت حق ولري.
منموهن سنګ هیله څرګنده کړه چې د جنوبي آسیا هیوادونه به یو بل ته ترانزیتي اسانتیاوې رامنځ ته کړي چې دا به یواځې دوی سره ونه نښلوي بلکې له دې کار سره به دوی له خلیج، مرکزي آسیا او جنوب ختیځې آسیا سره ونښلوي. همدارنګه منموهن سنګ د سارک د ۱۳ مې غونډې په پریکړې هم خوښي څرګنده کړه چې افغانستان یې په سارک کې د دایمي غړي په توګه ومانه او زیاته یې کړه چې افغانستان له جنوبي آسیا د هیوادونو سره اوږدې کلتوري او تاریخي اړیکې لري لکه څنګه چې د افغانستان موقعیت د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، منځني ختیځ او لرې ختیځ ترمنځ پروت ده او د یو پل بڼه لري نو د تجارت د ودې لپاره ډیر مهم رول لوبولای شي.
د ترهګرۍ پر ضد مبارزه:
د سارک غړو هیوادونو په خپله درییمه کلنۍ غونډه کې چې په کټمنډو کې وه د سارک سیمه ییز کنوانسیون، د ترهګرۍ ځپلو لپاره، لاسلیک کړ چې د ۱۹۸۸ کال د اګست له ۲۲ تاریخ څخه راوروسته یې عملي بڼه غوره کړه. په دې کنوانسیون کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باندې ټینګار کیږي د سارک غړو هیوادو د کورنیو چارو وزیران به هر کال په دې باره کې ناستې ولري چې له یو بل سره معلومات تبادله کړي او د ترهګرۍ په اړه له ټولو معلوماتو څخه ځان باخبره وساتي، ترڅو د دقیقو او مؤثقو معلوماتو په رڼا کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره یوه ستراتیژي ولري.
د سارک پراختیا:
سارک په خپله دیارلسمه غونډه کې- چې په ډاکه کې ترسره شوه- د یوې اعلامیې په صادرولو سره افغانستان د دایمی غړي په توګه ومانه، چې دې غونډې ته د پاکستان له خوا د چین د هیواد وړاندیز وکړ چې یا دې د څارونکي په توګه او یا دې د دایمي غړي په توګه په سارک کې شامل شي بیا هند د جاپان وړاندیز وکړ چې په سارک کې د څارونکي په توګه شامل شي چې په دې کې د هند هدف دا و، چې د چین په مقابل کې موازنه وساتي او ټینګار یې کا وه چې دغه هیواد ددې سازمان په پرمختیایي پروژو کې له دوی سره مالي مرسته کوي.
بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر کمال خرازی د سارک په سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې له دې سره به ایران د جنوبي آسیا هیوادونه د شرق او غرب له هیوادونو سره وتړي دا په داسی حال کې ده چې په ایران باندې د اتومي دوسیې له امله بندیزونه لګول کیږي او د ګوښه کیدو هڅی یې روانې دي. دې ته ورته امریکا او جنوبي کوریا هم د ۲۰۰۶ کال په اپریل کې په سارک کې د شاملیدو وړاندیز کړی و. اوس د نورو ۷ هیوادونو برسیره افغانستان هم د دایمي غړي په توګه شامل شو او چین، جاپان، امریکا او جنوبي کوریا د ناظرینو په توګه شامل شول.
د جنوبي آسیا له هیوادونو سره د چین د اقتصادي او ستراتیژیکي اړیکو پراخوالی ددې لامل شو چې چین د سارک SAARC سازمان په خپله دیارلسمه غونډه کې د څارونکي غړي په توګه ومني. هند کوشش کاوه چې په سارک کي د څارونکي په توګه د چین د غړیتوب مخنیوی وکړي خو هند په دې کار بریالی نه شو، ځکه چې د سارک نورو غړو هیوادونو یې ملاتړ ونه کړ یوازې بوتان چې له چین سره یې اړیکې خرابې دي د چین پر خلاف رایه ورکړه، بله خوا د هند په مقابل کې نیپال مخالفت کاوه چې که چېرې هند د چین له مخالفت څخه لاس وانه خلي نو نیپال به د افغانستان غړیتوب چې د هند له لوري په سارک کې یې د دایمي غړي په توګه وړاندیز شوی و ویټوکړي. همدارنګه د سارک نور غړي هیوادونه لکه پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا هم د نیپال تر شا ودریدل او له هند نه یې وغوښتل چې نور د چین په وړاندې له مخالفت څخه لاس واخلي.
د سارک سازمان د جنوبي آسیا د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په موخه جوړ شوی په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب به په سیمه کې د پرمختګ لپاره نورې لارې هم هوارې کړي که مونږ د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته ځیر شو دغه هیواد جنوبي آسیا له منځنۍ آسیا سره نښلوي چې په دې کار سره به جنوبي آسیا له منځنۍ آسیا څخه د طبیعي زیرمو لکه تیل او ګازو څخه استفاده کوي او په مقابل کې به منځنۍ آسیا هم د هغوی له صنعتي تولیداتو څخه مستفید شي، چې په دې لاره کې افغانستان د یوه ارتباطي پله حیثیت لري چې د SAFTA په عملي کولو سره به د سیمې د هیوادونو اړیکې لا پسې پیاوړې شي. زراعت یو له هغو ساحو څخه دی چې د سارک هیوادونه یې یو له بل سره همکاري کوي نو د افغانستان غړیتوب به په دې هیواد کې د کرهنې په برخه کې ښه والی راولي د اصلاح شويو تخمونو او عصري ماشینونو په برخه کې به مرسته وشي چې له دې کار سره به د کوکنارو په کرلو کې هم د پام وړ کمی راشي. لکه څرنګه چې افغانستان یو جنګ ځپلی هیواد دی د سارک د نورو هیوادونو په نسبت بیارغونې، د غربت کمښت، د کلیو پراختیا، د ترهګری له منځه وړل، ساینس او ټکنالوجۍ، بشري منابع، صحت، سوله، امنیت او پرمختیا په برخه کی ډیره اړتیا لري نو د افغانستان شمولیت به په سارک کې دې هیواد ته ښې لاس ته راوړنې ولري.

0 Comments:

Post a Comment

Subscribe to Post Comments [Atom]

<< Home